IQNA

 د ورېښمو د لارې کتابتون؛د چینائي اسلامي اثارو کتابتون، له سیرته د سعدي تر ګلستان پورې

11:48 - April 16, 2025
د خبر لمبر: 3490969
ایکنا -د ورېښمو لارې کتابتون یو علمي او تخصصي کتابتون دی چې د چین خلکو ته د اسلام دین او مسلمانې ټولنې د پوهیدو لپاره جوړ شوی،څو د مسلمانانو او اسلام په اړه منفي تصورات له مینځه یوسي.

 ایکنا نیوز د الجزیرې  چینل ویب‌پاڼې  له قوله  راپور راپور راکوي په دغه راپور کی د ورېښمو لارې کتابتون معرفي شوی چې د یوه چینایي مسلمان لخوا تاسیس شوی دی. د دې راپور لومړۍ برخه کې د کتابتون د جوړېدو او د دغه بنسټ ایښودونکي نوح احمد د کار په انداز بحث شوی و. اوس د دې راپور دویمې برخې ژباړه ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي:

نوح احمد د علم او پوهې د راتلونکو نسلونو لپاره د منتقلیدا د اهمیت په اړه وویل:

په چین کې د مسلمانانو او حتی عامو خلکو لپاره فکري اړیکه ډیره مهمه ده. له همدې امله د ورېښمو لارې کتابتون ټیم هڅه کوي خپلې خپرونې د یوه آزاد پوهنتون په څېر وړاندې کړي، چې د عربي، اسلامي او چینایي کلتورونو ترمنځ دیوال نه جوړوي. په دې توګه د اسلام  دین، تمدن، تاریخ، اسلامي مفاهیم او عربي کلتور حتی غیرمسلمانانو ته ورپیژندل کیږي.

په ۲۰۲۲ کال کې، د ورېښمو لارې کتابتون په بیجینګ، شانګهای، نینګشیا او شینګهای کې ۴ څانګې درلودې، خو د کرونا وبا او وروستیو کلونو اقتصادي حالاتو له امله، دا څانګې تېر کال وتړل شوې. اوس د کتابونو پلور په ټولنیزو رسنیو او رسمي خپرندویه موسسو له لارې ترسره کیږي.

نوح احمد وايي:

په اوسني نړیوال او چینایي شرایطو کې، هغه لیکل شوی کلام چې شاید سلګونه یا زرګونه کاله پخوا لیکل شوی، بیا هم لوړ ارزښت لري. له همدې امله د زړو کتابونو چاپ کول د علم او پوهې د انتقال لپاره یو له خورا اغېزمنو او کم لګښته لارو څخه دی، چې په اوږد مهال کې د ملتونو ترمینځ د تمدن او کلتور د تبادلې وسیلې په توګه پاتې کیږي.

«کتابخانه جاده ابریشم»؛ تلاشی فزاینده برای شناساندن فرهنگ عربی و اسلامی به مسلمانان چین/2

د دې علمي او کلتوري کار اهمیت له دې  څرګندیږي چې د دغو کتابونو پیرودونکي یوازې مسلمانان نه، بلکې د چین عام خلک دي. دا کتابونه د کارپوهانو، سیاسي پریکړه کوونکو، چینایي څیړونکو او دیپلوماتانو لپاره هم د عربي او اسلامي کلتور په پوهیدو او د عربي او اسلامي نړۍ د ښه درک لپاره ګټور دي، چې دا هغه څه دي چې د چین دولت یې اوس ډیر اهمیت ورکوي.

د ورېښمو لارې کتابتون په لومړي پړاو کې، د ادبي او داستاني کتابونو په چینایي ژباړه تمرکز وکړ  څو د عربي کتابونو ژباړې او کلتوري-تمدني اړیکو لپاره د ننوتلو لاره وي. خپرندویو موسسو په ۱۰ کلونو کې د دې کتابتون له لارې له ۸۰ څخه زیات کتابونه خپاره کړل.

یو له هغو کتابونو څخه چې په چینایي ژبه ژباړل شوی، د سعدي ګلستان دی، چې د پارسی ادبیاتو له مهمو اثارو څخه دی. د دې کتاب ژباړونکی یو مشهور مسلمان، شیخ محمد مکین دی، چې د قرآن کریم لومړنی چینایي ژباړونکی و. محمد مکین د بیجینګ پوهنتون د عربي مطالعاتو پوهنځي له بنسټ ایښودونکو څخه و.

له لومړنیو کتابونو څخه چې د سیرت، تاریخ او ژوندلیک په اړه دي، د محمد حسین هیکل لخوا د حضرت محمد (ص) ژوندلیک دی، چې ۵ ځله بیا چاپ شوی او د نورو چاپونو غوښتنه هم شته. همدارنګه، د ډاکټر علي الصلابي لخوا د حضرت علي بن ابي طالب (ع) ژوندلیک هم په چینایي ژبه ژباړل شوی.

د ورېښمو لارې کتابتون د حکمت، تاریخ او فلسفې په اړه ۶ کتابونه له چینایي څخه عربي ژبې ته ژباړلي او په دواړو ژبو یې خپاره کړي، لکه د چانګشو، لائوتسه او د کنفوسیوس د خبرو اترو کتاب.

«کتابخانه جاده ابریشم»؛ تلاشی فزاینده برای شناساندن فرهنگ عربی و اسلامی به مسلمانان چین/2

د کتابتون په دویم پړاو کې، د ۲۰۰ کتابونو یو فهرست د ژباړې او چاپ لپاره چمتو شوی، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه به یې چاپ پیل شي. د دې کتابونو ژباړه او ویراستاري بشپړه شوې، او دا به د عربي-اسلامي تمدن او چینایي تمدن ترمنځ د خبرو اترو د پیاوړتیا لپاره خپاره شي.

له مهمو کتابونو څخه یو د صحاح سته په ۳۸ ټوکو کې دی، چې ژباړه یې بشپړه شوې او اوس د ویراستارۍ په حال کې ده. دا لومړی ځل دی چې د اهل سنت له مهمو حدیثي کتابونو څخه صحاح سته په چینایي ژبه وړاندې کیږي، او هم دا لومړی ځل دی چې په چین کې دا کتابونه په عربي او چینایي ژبو په یوه مخ کې خپریږي.

د دغو کتابونو ژباړونکی موسی یو تونګ جین دی، چې د نینګشیا ولایت (د چین سویل لویدیځ) اوسیدونکی او د دې سیمې د جومات امام دی، او دا کار یې په سختو اقتصادي او فزیکي شرایطو کې ترسره کړی.

د تاریخي کتابونو له ډلې، د ورېښمو لارې کتابتون د محمد خضر بک لخوا د امویانو او عباسیانو په اړه دوه کتابونه، د ډاکټر علي الصلابي لخوا د زنګیانو، فاطمیانو، سلجوقیانو او عثمانیانو په اړه څلور کتابونه، او د محمد سهیل طقوش لخوا د صفویانو په اړه یو کتاب د چاپ په حال کې لري.

دا کتابتون غواړي یو کابو ۱۰۰۰ مخیز کتاب د پیامبر (ص) د مېرمنو او لوڼو د ژوندلیکونو په اړه، چې د عایشه عبدالرحمن بنت الشاطئ یوه مشهوره دایرة المعارف دی، چاپ او خپور کړي. دا کتاب د فریده وانګ فو، د مرحوم عبدالرحمن مکین شاګرده، لخوا په چینایي ژبه ژباړل شوی.

د فقهي کتابونو په برخه کې، د کتابتون د ژباړونکو ټیم د امام ابوحنیفه شاګرد، قاضي القضات ابویوسف انصاري، «الخراج» کتاب ژباړلی، ځکه چې دا د چین د حنفي مذهبه مسلمانانو لپاره ډیر اهمیت لري.

د ابن سینا «قانون» کتاب، چې ۵ ټوکه دی،هم د چاپ په فهرست کې دی.دې کتاب ته ۵ ژباړونکو کابو ۸ کاله کار کړی، او تمه کیږي چې دا کتاب د چین د دودیز طب د ډاکټرانو او زده‌کوونکو لپاره ډیر اهمیت ولري.

د ورېښمو لارې کتابتون په راتلونکي کې غواړي د دریمې مجموعې کتابونه، چې د عربي ژبې، فقه، اصول،حدیث، تفسیر او قرآني علومو په اړه دي،او همدارنګه څو ناولونه او کتابونه د فلسطین د تاریخ او مسلې د پیژندنې لپاره چمتو کړي. دا کتابونه د پوهنتونيانو، څیړونکو او فرهنګیانو لپاره اړین دي څو د مرجع په توګه وکارول شي او د فلسطین مسلې، په ځانګړې توګه په اوسنیو شرایطو کې چې فلسطین د صهیونیستي جنایاتو له امله له ستونزو سره مخ دی، په اړه پوه شي.

https://iqna.ir/fa/news/4262115

captcha